امنیت

په چاڼيزو عملياتو کې د٦٦ تنو تروريستانو وژل کيدل

کابل باختر د سلواغې ٢٠ نيټه  :
دملي دفاع وزارت وايي  چې ٦٦ تنه ډاراچونکي  دهېواد په بيلابيلو سيمو ې دافغان  ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې ووژل شول
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته  خبر ورکړ ،.
په تيرو  ٢٤ ساعتو کې   دافغانستان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو  دهېواد په بيلابيلو سيمو کې دتروريستانو دځپلو په خاطر لس چاڼيزعمليات ترسره کړل  چې له امله يې ٦٦ تنه  ډاراچوونکي ووژل شول  ، ٢٥ تنه ټپيان  او څلور تنه نور يې ونيول شول.
دغه عمليات  دهوايي او توپچي ځواکونوپه ملاتړ د  ننګرهار، لوګر ، پکتيا،
روزګان ، زابل ، هرات ، فراه ، بادغيس ، فراه ، فارياب،  بغلان ، تخار، جوزجان،  نيمروز او دهلمند په ولايتونو کې ترسره شوي و.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته