امنیت

په جوزجان کې له وسله والو مخالفانو سره د سولې ملاتړ وشو

کابل باختردزمري دمياشتې١٥نيټه :
د جوزجان ولايت خلکو له وسله والومخالفانو سره د سولې او اوربند د تمديدولو  له بهير څخه خپل ملاتړ اعلام کړ.
په هغې غونډه کې چې په همدې موخه په دغه ولايت کې جوړه شوې وه، د سولې د کميټې رئيس او غړو، امنيه قوماندان، دملي امنيت مرستيال، دقومونو او قبايلو رييس، د دولتي او خصوصي ادارو رييسانو، قومي مشرانو، ښځو او ځوانانو، د مدني ټولنې غړو او د مطبوعاتو د کورنۍ غړو ګډون کړى و.
د جوزجان والي لطف الله عزيزي د سولې د بهير او د اوربند له تمديدلو څخه د دغه ولايت د خلکو د ملاتړ ستاينه وکړه او زياته يې کړه: سوله او امنيت د افغانستان د خلکو په قوي نيت او ارادې پورې اړه لري. کله چې خلک تصميم ونيسي، په هېوادکې سوله او آرامي راشي. موږهم د هغوى تصميم ته احترام  کوو او د قوم پالنې ټول سرحدونه ماتوو، اوس ټول خلک د سولې راوستل يې له خپلو کورونو او سيمو څخه پيل کړي او هيله لري له دې وروسته د وررولي په فضا کې  ژوند وکړي .
عزيزي د دولت وسله والو مخالفانو ته په خطاب کې وويل: که هدف مو قدرت ته رسيدل دي، راشئ د سولې له بهير سره يوځاى شئ او د نظام په مشروعيت کې فعاله ونډه واخلئ، له دې پرته د جګړې نتیجه بدون له ورور وژنې او نا امنۍ بل څه نه ده.
د جوزجان ولايت د مدني ټولنې يوه فعاله حميرا قاضي زاده وايي: جګړه په افغانستان کې د دې سبب شوه چې په زرګونو ښځې د نا اميدۍ او کونډېتوب  پوړني پرسر کړي او په زرګونو ماشومان يتيم شي .
پاى ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته