فرهنګ

په تخار يو کتابتون پرانستل شو

کابل باختر د غبرګولي  دريمه :
د تخار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په انګرکې د شاعر او ليکوال عبدالحکيم ولولجي کتابتون د استفادې وړ وګرځيد.
د تخار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس د باخترآژانس خبريال ته وويل: دغه کتابتون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له پرمختيايي بودجې څخه د څه دپاسه يومليونو ٩٠٠ زرو افغانيو په لګښت جوړ شوى دى چې ١٥٠ ټوکه ډول ډول کتابونه په دغه ولايت کې د آغاخان د دفتر له خوا او په بېلابېلو برخوکې ٥ زره ٥٠٠ ټوکه نورکتابونه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا د دغه کتابتون په واک کې ورکړى شوي دي .
خبرځاى وويل چې د کتابتون وسايل او تجهيزات د آغاخان د دفتر له خوا برابر شوي دي .
ويل کيږي؛ په ١٣٩٥ کال کې د دغه کتابتون موسس د دغه ولايت پخوانى والي عبدالجبار  تقوا دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته