ټولنه

د کندز ښاروالۍ له کارکوونکو سره مرسته وشوه

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ١٥نيټه :
دکندز ښاروالۍ له ٥٥ تنو کارکوونکو سره د افغانستان دفرهنګي او رسانه يي  اړيکو د بنسټ له خوا د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د افغانستان د فرهنګ او رسانه يي اړيکو د بنسټ رئيس ذبيح الله مجيدي  د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه خوراکي توکي د خبريالانو، مدني فعالانو، امنيتي مسوولينو او د کندزښار د يوشمېر سپين ږيرو په وړاندې وويشل شول.
په دغو مرستوکې اوړه، غوړي، چاى، بوره، آلوګان او پياز شته چې دکندز ښاروالۍ په کارګرانو وويشل  شول.
مجيدي له ټولو پانګه والو اوسوداګرو څخه وغوښتل چې د رژوې په دې برکتي مياشت کې له بېوزلوکسانوسره مرسته وکړي.
په همدې حال کې د کندز ولايت  د امنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې مدير ويس الدين تلاش هم ژمنه وکړه چې دغه قوماندانۍ هم  له بېوزلو کسانو سره د مرستې پروګرام ترلاس لاندې ولري.
د کندز ښاروال نجيب الله عمرخيل د افغانستان د فرهنګ او رسانه يي اړيکو د بنسټ د مرستې له امله مننه وکړه او له بېوزلو کسانو سره يې د بډايو خلکو د مرستې غوښتنه وکړه.
پاې ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته