اقتصاد

داتو کليو اوسيدونکو ته دتګ راتګ اسانتياوي برابري شوي

کابل باختر  دلړم  شپاړسمه
دجوزجان ولايت دخواجه دوکو ولسوالۍ دغجري دکلي سړک تر فزل اياق پوري له کريړاچولو وروسته نن ګتې اخستنې ته وسپارل شو .
دديارلس نيمو کېلومترواو ددرې نيمو مترو په اوږدوالې دغه سړک دخواجه دوکو ولسوالۍ اته کلي ددغې ولسوالۍ له مرکز سره نښلوي .
  دخواجه دوکو ولسوال عبدالرزاق قادري باختر اژانس ته وويل په دغه سړک دسولې دعالي شورا دبيا ادغام دپروګرام له لاري په څلورو مياشتو کې د کليو دبيا جوړولو اوپراختيا رياست له خوا دڅه دپاسه پنځلسو مليونو افغانيو په لګښت کريړ اچول شوي دي .
خبرځاى  زياته کړه ددغې پروژې په تطبيق  سره داتو کليو اوسيدونکو ته دتګ راتګ اسانتياوي برابري شوي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته