خبرونهټولنه

کاپیسا کې پر زیانمنو شویو کورنیو زرګونه بورۍ وریجې وېشل کېږي

 کابل، د تلې ۱۷مه، باختر

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر ملا محمد عباس آخوند کاپیسا ته د یوه سفر په ترڅ کې، د دغه ولایت پر بې وزله کورنیو د وریجو د وېش لړۍ پیل کړه.

د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ د دغو مرستو د وېش پرمهال عباس آخوند وویل، چې د خلکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه، زیانمنو او اړمنو کورنیو ته مرستې رسول یې د خپلو کارونو لومړیتوب دی.

په مرستو کې پر بې وزلو کورنیو او د طبیعي پېښو پر قربانیانو ۳ زره بورۍ وریجې وېشل کېږي، چې نن یې د وېش لړۍ پیل شوه.

د کاپیسا والي قاري احسان الله بریال خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د اسلامي امارت رهبري تل د خلکو د ستونزو د هواري لپاره هڅې کوي.

بریال دغه راز اسلامي امارت مشرتابه ته ډاډ ورکړ، چې ولس به د دوی تر څنګ ولاړ وي او په ټول توان به د اسلامي نظام د ساتنې لپاره هڅه کوي.

درد

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا