امنیت

په نيمروز ولايت کې داپينو دکرکيلې ويجاړول .

کابل باختر دکب نهه ويشتمه :
دنيمروز ولايت  له نشه يي توکوسره دمبارزې دادارې دمنظم  پلان له مخې  او دټولو  امنيتي ځواکونو په هلوځلو سره اتلس هکتاره ځمکه داپين له شتون څخه پاک شول .
دنيمروز ولايت دامنيې قوماندانۍ دوياند مسوول محمد عمري دباختراژانس خبريال ته وويل داپين دکرکيلې  دويجاړولو کمپاين دباغک ، مير اباد ، فيض اباد ،   حليلي  او دخواجه  سورجو دکليو په بيلابيلو  ساحو کې په دوو پړاونوکې پيل شوي او تراوسه پورې هم دوام لري چې تراوسه پورې اتلس هکتاره ځمکه داپينو دبوټو له شتون څخه پاک  شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته