خبرونهاقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: هڅې پیل شوي چې د افغانستان جلغوزي پر چین سربېره نورو هېوادونو ته هم صادر شي

کابل، د لړم ۵مه، باختر

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال د پکتیکا ولایت له یو شمېر قومي مشرانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

راغلو قومي مشرانو د خپلو سیمو ستونزې او د دغه ولایت د جلغوزيو د پلور او بازار موندنې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د صنعت او سودا ګرۍ وزارت مرستیال د ښه راغلاست تر څنګ وویل، چې اوسمهال د افغانستان جلغوزي چین هېواد ته صادرېږي او هڅه کوي د افغانستان جلغوزي له نړیوالو معیارونو سره برابر او نورو هېوادونو ته هم صادر کړو.

په پای کي مولوي جمال ډاډ ورکړ، چې د پکتیکا د ولسونو ستونزې به پر وخت حل کړي.

ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا