سیاست

دډاډ ګيرنې پيغام

کابلباختر د غويي ٢٥ مــــــــه

د مولوي ارسلان رحما ني دشهادت په مناسبت دپرو فيسرحضرت صبغت الله مجددي دډاډ ګيرنې پيغام:

په ژوري خواشيني سره مې خبر ترلاسه کړ چې د هيواد يو ملى او جهادي شخصيت او جيد عالم چې د سنا مجلس اود سو لى د عا لى شورا غړيتو ب يې هم درلود پرون د افغا نستان دسو لى اود خلکو ددښمنا نو له خوا شهيد کړى شو .

مولوى ارسلان رحما نى د جهاد په کلو نو کې د وخت د شوروي اتحاد د اشغال په وړا ندى په خپلو هلو ځلو او مجاهدت سره ديوه پيا وړى شخصيت په تو ګه وپيژندل شو او هم د جهاد له برياليتو ب څخه په وروسته پړا و کې د سنا مجلس اود سولى د عا لى شورا دغړي په توګه په خپلو ښو نظريو سره د يوه علمى او سو له غو ښتو نکى شخصيت په تو ګه پيا وړى دريځ درلود.

 په داسې حال کې چې د مولوي ارسلان رحما نى شهادت ،افغا نستان او زموږ مسلما نو خلکو ته يوه نه جبيره کيدونکى ضايعه بولم دتروريسستا نو دغه نا وړه ،غير اسلا مى او غير انسا نى عمل په کلکه غندم اود لوى خداى (ج) له در بار څخه دغه شهيد ته د فردوس جنت اود اروا ښاد  پا تې کسا نو اود هيواد مجاهدو او سو له دوستو خلکو ته د جميل صبر هيله کوم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته