فرهنګ

په قندهار کې د انار ګل دوديزه مشاعره ونمانځل شوه

قندهار باختر د وري د میاشې ۱۸ مه
د انار ګل دودیزه مشاعره، چې د پنج شنبې په ماښام په عينو مينه کې جوړه شوې وه، د شپې تر ناوخته پورې يې دوام درلود.
د باختراژانس د  سیمه يېز خبریال د خبر له  مخې:
په دغه مشاعره کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست وزیر پوهاند محمد رسول باوري او مشاورینو سربېره د قندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا او مرستيال عبدالحنان منيب ،د جمهور ريېس د ویاند مرستيال دوا خان مينه پال، د ولايتي شورا ريېس حاجي سيد جان خاکريزوال، د ملکي، نظامي او شخصي ادارو مسوولينو، د کوزې پښتونخوا، کابل، هلمند، زابل او روزګان څخه ورغلو اديبانو، شاعرانو او ځوانانو ګډون کړی وو.
د قندهار والي  تورن جنرال زلمي وېسا د انار ګل د دوديزې مشاعرې په پیلیزه وینا کې د غونډې ګډونوالو  ته د ښه راغلاست تر څنګ خوښي وښوده چې یاده مشاعره د تېرو کلونو په څېر په  ځانګړي ډول سره نمانځل کېږي.
هغه زیاته کړه چې قندهار د سولې، امنيت او عظیم فرهنګ لرونکی ټاټوبی دی چې پخپله غيږه کې يې ګڼ شمېر علمي او فرهنګي شخصيتونه روزلي دي او نن د هغوی په شعرونو او نثرونو سره د ټولنې د اصلاح او پرمختګ پیغامونه زمزمه کيږي.
وېسا پر شاعرانو غږ وکړ، چې د خپل قلم او ژبې څخه په ګټې اخیستنې سره په هېواد کې د سولې، ورورولۍ، امن او يووالي پیغامونه خپاره کړي او  په خپلو شعرونو کې د هيواد د ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو د ميړانې، سرښندنو او قربانیو ستاينه وکړي.
د انار ګل دودیزې مشاعرې ته د جمهور ريېس محمد اشرف غني رالېږل شوی پیغام د هېواد د اطلاعاتو او فرهنګ د سرپرست وزير پوهاند محمد رسول باوري له  خوا ولوستل شو، چي پکې له شاعرانو غوښتل شوي و، تر څو پخپلو شعرونو کې د سولې پیغامونو ته ځاي ورکړي او هم ولسونه د شعر په ژبه يووالي او ورورولۍ ته راوبولي.
ښاغلي باوري پخپلو خبرو کې د انار ګل دودیزه مشاعره د ادبي او فرهنګي لحاظه مهمه او ارزښتناکه وبلله او پر شاعرانو يې غږ وکړ، چې د ټولنې د مثبت بدلون لپاره دې ولسونه د شعر په ژبه مثبت لوري ته راوبولي.
جوړې شوې مشاعرې ته د هېواد د اجراېيه ريېس ډاکټر عبدالله عبدالله راليږل شوی پیغام د اطلاعاتو او فرهنګ د سرپرست ريېس فضل الباري بريالي له لوري ولوستل.
په دغه پیغام کې  د دې  سربېره چې د انار ګل د دودیزې مشاعرې د تاريخي او فرهنګي ارزښت مهموالی بیان شوی و، تر څنګ يې له شاعرانو غوښتل شوي و، تر څو د شعر په ژبه په ولس کې د احساس او ملي روحيې جذبه را ژوندۍ کړي او پخپلو شعرونو کې دې ملي ارزښتونه وپالي.
په دې غونډه کې د قندهار د ولايتي شورا ريېس حاجي سيد جان خاکرېزوال هم خبري وکړې او د امنيتي پلوه يې د ډاډمن قندهار په غېږه کې د انارګل د مشاعرې جوړېدل او دغه ولايت ته يې د اطلاعات او فرهنګ د وزير او نورو مېلمنو پر راتګ خوښي څرګنده کړه.
هغه د دا ډول مشاعرو جوړېدل د ولسونو د يووالي او د نژدې کېدو لپاره مهم وبلل او پر شاعرانو يې غږ وکړ، چې په ګران هېواد کې د سولې لپاره د قلم ژبه روانه وساتي.
ورورسته د جمهور ربېس د ویاند مرستيال دوا خان مينه پال او نورو شاعرانو په ادبي ټوټو، غزلو او شعرونو سره د انار ګل مشاعرې بله برخه پيل کړه.
په زیاتو شعرونو کې د ورورولۍ، یوالي، سولې او جنګ جګړو څخه د خلاصون پیغامونه نغښتي و .
په دې شعرونو کې  شاعرانو د سولې د پیغامونو په خپرولو سره يې د ښکیلو غاړو څخه د جنګ جګړو د دریدلو غوښتنې کولې.
د انار ګل مشاعرې په بله برخه کي د تمثيل جوړه شوې پارچه هم وړاندې شوه، چې پکې د نشه يي توکو د کښت، قاچاک او مخنيوي تر څنګ په ټولنه کې د هغې نه جبرانيدونکو ناخوالو ته پکې انعکاس ورکول شوی و او همدارنګه سولې ته رسېدل د ټول افغان ملت يو ستر ارمان پکې انځور شوی وو.
په مشاعره کې د قندهار د سیمه  يېزو سندرغاړو د موسيقۍ او ټنګ ټکور پروګرام هم چمتو شوی و، چې د شپې تر ناوخته پورې يې مينه والو نندار کوله.
د يادونې وړ ده چې، د پسرلي له پيلېدو سره سم د هېواد په زياترو برخو کې په بېلابېلو نومونو دودیزې مشاعرې جوړېږي چې د بېلابېلو ولایتونو او کوزې پښتونخوا سلګونه کسان په کې ګډون کوي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته