سیاست

دکانونو او پطروليم په وزارت کې دفساد شتون رد شو .

کابل باختر دکب  درې ويشتمه :
دکانونو او پتروليم وزارت دخپرونو رييس  په دغه وزارت کې داداري فساد شتون رد کړ .
مخکې له دې  يوشمير رسنيو دکانونو اوپتروليم دوزارت په قراردادونو کې دفساد دشتون په باب رپوټونه  خپاره کړي و .
  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  دکانونو او پتروليم وزارت دخپرونو رييس نن  په يوه خبري غونډه کې  ددغه وزارت  په قراردادونو کې هر راز فساد په کلکه رد کړ او له ادعاکوونکو بنسټونو څخه يې وغوښتل چې دخپل ادعا دثبوت په خاطر رسنيو او عدلي اوقضايي بنسټونو ته سندونه او شواهد وړاندې کړي .
له دې پرته دغه وزارت  دخپل حيثيت داعاده کولو په خاطر  دعوا اقامه کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته