-کابل/دوږي ٩مه /باختر:
د افغاني سرې مياشتې ټولنې په بادغيس کې د څه د پاسه يوزرو دوه سوه اړوکورنيو سره د نغدو پيسو مرسته وکړه.
په دغوکورنيوکې کورني بې ځايه شوي ، جګړه ځپلي، د طبيعي پېښوزيانمن شوي کورنۍ،کونډې ښځې، معلولين او هغه کسان شامل دي چې د کرونا ويروس د خپرېدو اود قرنطين له امله خپل کار له لاسه ورکړي دي اواقتصاد يې زيانمن شوي دي .
د افغاني سرې مياشتې د عالي ټولنې د رسنيودفتر د يوې خبرباڼې په خپرولو سره ويلي دي چې له هرې کورنۍ سره پنځه زره پنځه سوه افغانۍ مرسته کړې ده.
ختم_ ج_اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ