سیاست

د قانون د واکمنۍ په اړه په لوړه کچه ناسته کې د افغانستان داسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیرجلالتمآب ډاکټر زلمی رسول ویناد

کابل   باختر  د تلي  څلورمه مهـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــښاغلی مشر،افغانستان د نن ورځی د لوړې کچې ناستې،  کومه چې په ملی او نړیواله کچه د قانون د واکمنۍ پیاوړی کولو په اړه زموږ د ګډې ارادې څرګندونه کوي او زموږ دوه اړخیزې ګټې تامینه وي ، هرکلې کوی. د تیرو شپږو لسیزو په لړ کې، ملګرو ملتونو د سولې په ساتنې، د بنسټيزو ازادیو په حفاظت او جنګونو څخه د راوتلو هیوادونو سره په مرسته کې ډیر پرمختګ کړی ده. د دغو ټولو لاسته راوړنو اساسي ستنه د قانون واکمنی ده. په لنډو ټکو کې موږ ویلی شو چی د قانون واکمنی یوه داسی اساسی ستنه ده چې پر بنسټ یې باامنه، باثباته او موافقی ټولنې غوړیږی. ښاغلی مشر،افغانستان لپاره د قانون واکمنۍ څخه ملاتړ کول د یو داسې ټولنې څخه چی لسیزو جګړو ویجاړه کړی وي د داسې یوی ټولنې په لور راوتلو لپاره یو مهم جز ده چیرته چی مونږ دپاتې امنیتي، پراختیایی او عدالت ننګونو څخه په راوتلو کار کوو. زمونږ هڅې د هیواد د هغو ادارو د بیا جوړولو څخه پیل شوی چی یا خو د سره موجودی نه وی یا بیخي کمزورې وی.په تیرو کلونو کې مونږ د خپل عدلي سکتور د لوړ ظرفبت د فعالولو په لور، ترڅو په ښه توګه د قانون واکمنی تامین شی، پرمختګ کړې. دغه اصل زمونږ په ملی پراختیایي ستراتیژی کې ګډ کړل شوی ده. مونږ د یو خپلواکه، لا روڼ، بی پری او معتبره عدلی سکتور د ملاتړ په لور، د اساسی قانون تصویبیدل چې د ټولو اتباعو دحقونو ساتنه کوی؛ زمونږ د ملی حقوقي چوکاټ  پلی کول؛ او د ملی عمل پلانونو ته پراختیا ورکول تر څو  زمونږ د وزارتونو بیا جوړښت  او ظرفیت لوړ شي په ګډون، په پراخه کچه ګامونه پورته کړی دي.ښاغلی مشر،د معافیت له منځه وړل  زمونږ په عدلي او امنیتي سکتورونو باندې د خلکو د باور او اعتماد کې مهم رول لوبوي. په دی موخه، سږ کال د جزایي اجراآتو  د نوی قانون مسوده ملی شورا ته وړاندی شوه او تمه کیږی چې زر به د قانون ګذاری په اجندا کې شامله شي.  همداراز څو ځانګړی کاری ډلې د جزاء قانون د مرور په اړه خپلې هڅې روانې ساتلې ترڅو د ټولو اتباعو ساتنه وشي، چې ځانګړې تمرکز به یې د ښځو او کوچنیانو په حقونو وي. مونږ د پوهنې په برخه کې او په ځانګړې ډول په لوړو زده کړو کې  د ونډې په پراختیا کې د پام وړ پرمختګ کړی ده، چیرته چې زمونږ د سبا ورځې قاضیان او حقوق پوهان روزل کیږي. د دغو او زیاتو نورو لاسته راوړنو له لاری مونږ اړین تاسیسات او نهادونه بیاجوړوو ترڅو د قانون واکمني د یو ټینګ بنسټ په توګه عام شي او پراساس یې تلپاتې سوله را منځته شي.ښاغلی مشر،په سوله او امنیت کې د اوسیدنې فرصت د ټولو خلکو بنسټیز حق ده. افغان ولس د تاوتریخوالي څخه آزاد چاپیریال کې د اوسیدنې نه زیات د کوم بل څیز هیله نلري.په دې اړه، د افغانستان د امنیتي سکتور ریفورم، چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې پېل شو او د افغانستان د ملي اردو او ملي پولیسو جوړښت ته، چې لیکي یې د افغانستان د ټولو خلکو استازي توب کوي، پرمختیا ورکړ. د لېږد بهیر سره جوخت، زمونږ امنیتي ځواکونه زمونږ په کلیو، ښارونو او ولایاتو کې د خلکو امنیتي اړتیاوو ته د رسېدلو لپاره ډېریدونکی مسئولیتونه، چې د خلکو د باور ملاتړ ورسره دی، په غاړه اخلي.د ورستي لسیزې څخه را پدې خوا مونږ د اداري فساد سره، چې د یو مرض په توګه زمونږ پر حکومت دارۍ، ټیکاو او بریالیتوبونو باندې بده اغېزه کړئ او د افغانانو لپاره لمړنۍ او ډېر تاوان رسوونکی پدیده ده، په زیار سره مبارزه کوو. د اداري فساد له ګواښ سره مبارزه زما د حکومت په لومړیتوب کې قرار لري. مونږ د یو بشپړ روڼ ادارې ته د رسېدلو لپاره یو شمېر ګامونه پورته کړي دي، چې د دې ګامونو وروستۍ بېلګه یې د جولای د میاشتې ولسمشرۍ فرمان وو، چې په هغه کې وزارتونو، اداراتو او خپلواکو ریاستونو ته هدایت شوی تر څو د اداري فساد پر وړاندې مبارزې او د روڼتیا پیاوړي کولو لپاره جامع ریفورمونه او نور ګامونه پورته کړي.   ښاغلی مشر،افغانستان د یو شمېر ډېرو تړونونو او کنوانسیونونو برخه ده، چې په پراخه ابعادو کې د قانون له حاکمیت څخه ملاتړ کوي. مونږ پدې پوهېږو چې یواځې د تړونونو لاسلیکول کافي ندي، او هغه حقوق او ژمنې چې د نړیوال اسبابو څخه رامنځته کېږي، باید په ملي قوانینو کې پلي شي. د همدې لپاره جمهور رئیس کرزي د عدلیې وزارت ته هدایت ورکړ تر څو په فعاله توګه پدې پروسې باندې کار وکړي تر څو داډ تر لاسه شي چې زمونږ ملي قوانین زمونږ نړیوالو ژمنو سره مطابقت لري.  ښاغلی مشر،سرمنشي په ملګرو ملتونو کې د تطابق پیاوړتیا، په نړیواله کچه د قانون د حاکمیت په برخه کې یو لومړیتوب  و نوماوه. یو ریفورم شوی امنیت شورا لاسته راوړل، دې ته په پاملرنې سره، چې خپل استازو شمېر، روڼتیا ته ډېروالی وبخښي او خپل اغیزمنتیا زیات کړي، ډېر اهمیت لري. افغانستان د حکومتونو تر منځ د امنیت شورا د ریفورم په مشرۍ کې یو رهبري رول په غاړه اخیستی او مونږ دې ته چمتو یو چې داډ ورکو چې د امنیت شورا دا حیاتي ریفورم د ملګرو ملتونو وړتیا لوړوي تر څو په نړیواله کچه د قانون حاکمیت څخه ملاتړ وکړي. ښاغلی مشر،مونږ د نړیوال جرمي عدالت په پراختیا، او د ډېرو جدي جرمونو ته په رسېدلو کې د نړیوال جرمي محکمې اهمیت مهم ګڼو او دا محکمه د ورستۍ حل لارې په توګه ګڼو. د روم د نړیوال جرمي محکمې د اساسنامې د غړي په توګه، مونږ په دې اساسنامې کې په دوامداره توګه د دولتونو ډېوالي ته هرکلی وایو. دا د دې ښکارندوی دی، چې د دې محکمې کار او اغیزمنتیا چټکتیا مومي. ښاغلی مشر،پداسې حال کې، چې پر دې مهم موضوع باندې د غړو دولتونو سره په تعامل پدې لوړه کچه خبرې اترې ډېرمهم دي، مونږ باید داډ ورکړو چې مذاکرو ته د پای ټکی نږدو؛ زمونږ هوکړه شوي پایلی باید په دواړو په نړیواله او  ملي کچه پلي شي. افغانستان به په خپل وار سره د نړیوالو هڅو د یوې برخې په توګه، په نړیواله او ملي کچه د قانون حاکمیت په پیاوړي کولو کې مرسته وکړي. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته