نړۍ

د ترکيې جمهور رئيس مسکو ته سفر وکړ

 انقره   نيوز نو باختر د تلې  دمياشتې  ١  :
د ترکيې جمهور رئيس رجب طيب اردوغان د روسيې له جمهور رئيس ولاديمير پوتين او د دغه هېواد له نورو جګپوړو مقاماتو سره د خبـــرو په  مقصد نن مسکوته لاړ .
مسکو ته د ترکيې له جمهور رئيس سره د بهرنيو چارو وزير، انرژۍ او د طبيعي منابعو او اقتصادي  چارو وزيران ملګرتيا کوي.
د ترکيې جمهور رئيس به په مسکوکې له ولاديمير پوتين سره ليده کاته وکړي اوله هغه وروسته به د مسکو مرکزي جومات چې د ترکيې د ديانت د چارو د سازمان  له خوا جوړ شوى دى؛ افتتاح کړي .
د همدې خبرله مخې: د ترکيې او روسيې جمهور رييسان به د سوريې پر مسئلې   هم خبرې وکړې.
د يوبل خبر له مخې : 
د فلسطين د کورواکې ادارې رئيس محمود عباس هم د دغه جومات د پرانستلو په مراسمو کې د ګډون په مقصد روسيې ته تللى دى.
د يادونې وړ ده چې د مسکو نوى جومات په شپږو پوړونوکې جوړ شوى دى چې په يو وخت کې د لسو زرو تنو لمونځ کوونکو ظرفيت لري.
دا په روسيه کې دريم  ستر جومات دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته