
کابل، د وږي ۲مه، باختر
د کندز ولايت د عليآباد ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې په ټول کندز بیا په ځانګړي ډول عليآباد ولسوالۍ کې امنیت په پوره ډول تامین شوی او په دې برخه کې هېڅراز ستونزه نشته، خو پاکو اوبو ته د نه لاسرسي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ یو او ماشومان مو له دوه کيلو مترۍ واټن څخه په ډېرو ستونزو د څښاک پاکې اوبه راوړي.
عبدالحمید او عيسی خان چې د عليآباد ولسوالۍ د راغ آباد د کلي اوسېدونکي دي له باختر آژانس سره د خبرو پرمهال وویل، چې په دغه کلي کې په سلګونه کورنۍ اوسېږي، خو له بده مرغه چې د پاکو اوبو څخه بې برخې دي.
دوی له اسلامي امارت او مرستندویه موسسو څخه غوښتنه وکړه، چې د څښاک اوبو په برخه کې یې شته ستونزو ته رسېدنه وکړي او ورته د اوبو څاه ګانې او شبکې ورغوي.
دوی وویل: « اوسمهال له کومو اوبو څخه چې موږ ګټه اخلو هېڅ د استفادې وړ نه دي، زموږ ماشومان له ډېر لرې واټن څخه پاکې اوبه راوړي، هیله مو له سیمهییزو چارواکو څخه دا ده چې موږ ته د پاکو اوبو رسونې لپاره څاه ګانې وکیندي، ترڅو دغه ستونزه مو حل شي.»
له بلې خوا بیا د عليآباد ولسوالۍ د لالهمیدان د کلي یو تن اوسېدونکی عبدالهادي وویل، چې د اسلامي امارت په بریا سره په ټول هېواد په ځانګړي ډول کندز او بیا په عليآباد ولسوالۍ کې امنیتي وضیعت کې د پام وړ بدلون راغلی او هېڅ راز ستونزه نشته.
هغه زیاتوي چې په تېرو شلو کلونو کې دغه کلي کې هېڅ راز پاملرنه نه ده شوې او له اسلامي مو غوښتنه داده، چې باید اوسمهال موږ ته په هره برخه کې پروژې پلې کړي ترڅو شته ستونزې مو هوارې شي.
ورته مهال د کندز ولايت د کليو، بیارغونې او پراختیا ریاست د انجنیري خدمتونو مدیر انجنیر عتیقالله جلیل بیا وویل، چې که څه هم د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې پرځای دي، خو د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست د خپلې دندې او پالیسۍ سره سم په تېر کال کې د کندز په ټولو ولسواليو په ځانګړي ډول عليآباد ولسوالۍ کې د پاکو اوبو رسونې څو پروژې پلې کړي او اوس هم د ابو رسونې څو پروژې د کار لاندې دي.
جلی زیاته کړه، چې د یادې ولسوالۍ په لرې پرتو سيمو کې پروژو بدیل یعنې د اوبو رسولو پروژې انتقال چې هغه د ټانکر په وسیله اوبه رسول دي په راروانو میاشتو کې پیلېږي او اوسمهال هم څلور د اوبو رسونې پروژې له مرکز څخه منظورې شوې چې په راتلونکو اوونیو کې به یې کار پیل شي.
نوموړي وویل: « د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست په پلان کې لري چې په راروانو میاشتو کې د مرستندويه موسسو په همکارۍ څو پروژې، د سړک رغول او کېبلي پلونه د UNDP او UNHCR مؤسسو په همکارۍ په روان کال کې پلي کيږي.»
د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د انجنیري خدمتونو دغه مسوول د عليآباد ولسوالۍ اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ، چې دغه ریاست د خپل پالیسۍ سره سم ژمن دی، چې د یاد ریاست اړوند ټولو برخو کې د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
د یادونې وړ ده چې عليآباد ولسوالۍ د کندز جنوب لوري ته پرته ولسوالۍ ده چې د کندز مرکز څخه نږدې ۲۷ کيلو متره واټن لري.