
کابل، د لېندۍ ۷مه، باختر
د کندز د قلعه ذال ولسوالۍ اوسېدونکي د سړکونو، برېښنا، روغتیا، د څښاک د پاکو اوبو له نشتوالي، چاپېریالي او ټولنیزو ستونزو شکایت کوي او له اسلامي امارت څخه غواړي، چې دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي زیاتوي، چې د تېر حکومت پرمهال دې ولسوالۍ کې هېڅ بنسټيز کار نه دی شوی او اړتیا ده، چې دې ولسوالۍ کې شته ستونزو ته زیاته پاملرنه وشي.
اخوا د کندوز د قلعه ذال ولسوال مولوي عصمت الله اسامه زلمي د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې په قلعه زال ولسوالۍ کې شته ستونزې یې درک کړي او هڅه کوي ژر تر ژره یې حل کړي.
لمر