
کابل، د سلواغې ٢٨مه، باختر
د کندز ولایت د خان آباد ولسوالۍ اوسېدونکي له اسلامی امارت څخه په دغه ولسوالۍ کې د برق بند د بیا رغولو او فعالولو غوښته کوي.
د یادې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو له باختر آژانس سره په خبرو کې وویل، چې اسلامي امارت د برق برخه کې د ځان بسیاینې په موخه باید په خان آباد ولسوالۍ کې د برق بند د بیا رغولو او فعالو برخه کې پاملرنه وکړي.
د دوی په وینا، دغه بند د ١٠.٥ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري او که فعال شي د کندز پر مرکز سربېره به د څلورو ولسوالیو اوسېدونکي هم له برېښنا څخه برخمن شي.
ورته مهال د خان آباد ولسوال عبدالبصیر عابد بیا وايي، چې د دغه بند د بیا رغولو او فعالولو په برخه کې یې په پلازمینه کې له اړوندو مسوولينو سره خبرې کړي او هڅې روانې دي، تر څو د دغه بند د رغولو چارې بیا پیل شي.
لمر