امنیت

د موټرسايکل دغلا د يو حرفوي بانډ مسوول په ننګرهارکې ونيول شو

کابل  باختر دسلواغې دمياشتې ٢٦ :
هغه سړى چې ويل کيږي په ننګرهار ولايت کې دموټرسايکل دغلا ديو بانډمسوول دى؛ پرون د امنيتي ځواکونوله خوا ونيول شو.
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياندحضرت حسين مشرقيوال د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دلاور له غلا شويو موټرسايکلونوسره په جلال آباد ښارکې نيول شوى دى.
دلاور او افرادو يې د جلال  آباد ښار او د ننګرهار ولايت د اړوندو ولسواليو په مربوطاتوکې د موټرسايکلونو په غلا لاس پورې کاوه .
دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار ولايت په ځينو سيموکې خلک د خپلو موټر سايکلونو د غلا د زياتوالي له امله سر ټکوي.
د ننګرهار ولايت د امنيې  قوماندانۍ وياند وايي چې د دغه سړي په نيول کيدو سره په دغه ختيځ ولايت کې دموټرسايکلونو دغلا دبانډ دځپلو په لاره کې ستر ګام واخيستل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته