سیاست

دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزير پاکستان ته لاړ.

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٧
دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزير سيد حسين عالمي بلخي نن ديو هيئت په مشرۍ په درې اړخيزه غونډه کې دګډون په مقصد دپاکستان پايتخت اسلام آباد ته سفر وکړ.
دمهاجرينو دراستنولو د چارو وزارت دخپرونو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ.
دافغانستان ،پاکستان او دمهاجرينو په چارو کې دملګرو ملتو دسازمان دعالي کمشنرى په اووه ويشتمه درې اړخيزه غونډه کې ګډون دى .
دغه غونډه دسه شنبې په ورځ د دوو ورځو لپاره دمهاجرينو په چارو کې دملګرو دسازمان دعالي کميشنرۍ په کوربه توب په اسلام آباد کې جوړيږي او ټاکل شوې ده په خپله خوښه دمهاجرينو دراستنيدو دهراړخيزې پاليسى او په پاکستان کې دميشتو افغان مهاجرينو په اړوند له ٢٠١٦ م کال څخه وروسته پروګرامونو په باب خبرې اترې وشي.
دغه راز په دې غونډه کې هغه درې اړخيز موافقه ليک به چې دافغانستان پاکستان او د مهاجرينو په چارو کې دملګرو ملتو دسازمان عالي کميشنرۍ ترمنځ شته تمديد شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته