سیاست

دجمهوري رياست ددويم معاونيت هيئت په روغتونونوکې دبستروټپيانو پوښتنه وکړه

دجمهوري رياست ددويم معاونيت ددفتر رييس، دټولنيز چارو سلاکار او غړو نن له غرمي مخکې دجمهوررييس ددويم مرستيال محمدکريم خليلي په استازيتوب دکابل ښار په ابوالفضل زيارت کې دحسيني عاشورا دتروريستي پيښې له ټپيانوسره وکتل اودهغوى داحوالو پوښتنه يې وکړه .دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبرورکړ   دجمهوري رياست ددويم معاونيت  ددفتر هيئت په ايمرجنسي ، وزيرمحمداکبرخان ، دماشوم دروغتيا، دابن سينا په عاجل اوصدري او په نورو روغتونونو کې  دحسيني عاشورا دتروريستي پيښې له ټپيانوسره وکتل اودهغوى داحوالو پوښتنه يې وکړه.

  ددغې کتنې په بهيرکې د جمهوري رياست د دويم معاونيت ددفتر رييس ډاکتر عباس بصير ددغې زړه بوږنوونکي تروريستي پيښې ټپيانو ته  دجمهوررييس دمرستيال محمدکريم خليلي دډاډګيرنې اوخواخوږي  پيغام درسولو په ترڅ کې دلوى خداى  ج  له دربار څخه  هغوى ته دسملاسي روغتيا هيله وکړه.

ده دغه راز د جمهوررييس دمرستيال له خوا نغدي مرستې په ټپيانو وويشلي .

دجمهور ررييس  ددويم مرستيال ددفتر رييس دغه رازدپيښې دټپيانو دروغتيايي حالت دڅرنګوالي په اړوند ددغو روغتونونو له ډاکترانوسره خبرې وکړې  او ددغې تروريستي پيښې دټپيانو روغتيايي حالت ته دپاملرنې په لاره کې يې دهغوى دهڅو اوهاند له امله قدرداني وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته