
کابل، د وږي ۲۳ مه، باختر
د کندز د کورش یا غېږنیونې فدراسیون مسوولینو د یاد ولایت د خان آباد ولسوالۍ د یوه ښوونځي په لوبغالي کې د ۶۴ غېږنیونکو ترمنځ د غېږنیونې د سیالیو خبر ورکړی دی.
د کندز د کورش یا غېږنیونې فدراسیون مشر استاد محمد انور جې وویل، چې په دې سیالیو کې د یاد ولایت د مرکز په ګډون له ټولو ولسوالیو څخه ۶۴ غېږنیوونکو ګډون کړی و چې یاده سیالۍ په ښه فضا کې ترسره شوه.
نوموړي زیاته کړه، چې د یادې سیالۍ د ترسره کېدو موخه د افغانستان اسلامي حکومت د امنیت په ټینګښت سره د یاد ولایت په لرې پرتو سیمو کې دودیزو لوبو ته وده ورکول دي.
د یادونې وړ ده، چې دغه لوبه په یادې ولسوالۍ کې هره جمعه له غرمې وروسته د یاد ولایت مرکز په سپین زر لوبغالي کې د سلګونو نندارچیانو په شتون ترسره کېږي.