
کابل، د وري ۲۰مه، باختر
د کندز په دشتې ارچي ولسوالۍ کې د ۷ کیلو متره سړک د جغل اچونې او ۱۱ پلچکونو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د دغه ولایت د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو باختر آژانس ته وویل، چې د دغه ولایت د دشتې ارچي ولسوالۍ په حاجي محب الله خان کلي کې د UNHCR دفتر په مالي ملاتړ د ۷ کیلو متره سړک د جغل اچونې او همدا راز د ۱۱ پلچکونو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې
د یادونې وړ ده، چې په یاده پروژه ۱۰ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.
لمر\همنوا