ښوونه او روزنه

په پنجشيرکې د يوه ښوونځي ودانۍ ګټې اخستنې ته وسپارله شوه

-کابل باختر د لړم  يوولسمه :
په پنجشير ولايت کې د يوه ښوونځي د ودانۍ د جوړولو کار بشپړ او ګټې اخستنې ته وسپارله شوه .
د پنجشير ولايت د پوهنې رييس عتيق الله کريم د باختر آژانس خبريال ته  خبر ورکړ: د ګرزنګرد ښوونځي ودانۍ د ٢٤ مليونو افغانيو په لګښت په يو پوړکې  په پاخه او اساسي ډول د ملي پيوستون د پروګرام له لارې په دريو مياشتوکې جوړه شوې ده .
دغه ودانۍ څلور درسي خونې، يوه اداري خونه او يوه تحويلخانه لري.
اوس په دغه ښوونځي کې شپږ سوه تنه زده کوونکي زده کړه کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته