
کابل، د وري ۲۲مه، باختر
په کندز کې د نظامي محکمې په مرکزي دفتر کې د تورن او غلا شویو پیسو د خاوند په شتون کې محکمه ترسره شوه.
د دغه ولایت د نظامي محکمې سرپرست شیخ عبدالوارث حقاني باختر آژانس ته وویل، چې له څېړنو او پوځي محکمې له ترسره کېدو وروسته یې له تورنو کسانو څخه یو ملیون او ۲۸۰ زره افغانۍ، د څو سیټونه مبایلونه او د ښکار له چره ییز ټوپک سره راټولې او مالک ته یې سپارلي دي.
د غلا شویو پیسو خاوند چې امام صاحب ولسوالۍ کې د اسعارو د تبادلې دوکان لري، د امنیتي ځواکونو پروخت اقدام او د محکمې له پرېکړې خوښي څرګندوي او د نورو پیسو په بېرته ترلاسه کېدو ټينګار کوي.
د کندز نظامي محکمې پرېکړه داسې حال وکړه، چې د ۱۴۰۱ د جدي میاشتې په ۲۹مه امام صاحب ولسوالۍ کې د یوه صراف کور ته ۱۲ وسله وال کسان ننوتل، چې ۵ میلیونه افغانۍ او د کور ځینې توکي ور څخه غلا کړل، خو د لنډې مودې له تېرېدو وروسته تورن کسان د کشفي او امنيتي ځواکونو لخوا ونیول شول او محکمې ته وړاندې شول.
لمر\همنوا