ورزش

د فوټسال سيالۍ په هرات ولايت کې دوام مومي.

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٥
د هرات دفوټسال دلومړي لاس دغوره ليګ سياليو   پرون په لسو لوبو  سره  دوام وموند.
دهرات ولايت   د  ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا باختر آژانس ته وويل :  په دغو لوبو کې دافغان ، آرين،  دوستان ، ميهن،  عرفان، امام فخر ،   ابوالوليد او ديارانو ټيمونه پرخپلو سيالانو بريالي  شول.
دغه   راز د  اشراق او شهيد بلخي ټيمونو او بمي   د دوو په مقابل کې په   دوو سره    او داستقامت او د آزادى ټيمونو د دريو په مقابل کې په دريو سره برابرې   پاى   ته ورسولې.
دغه سيالۍ دڅلرويشتو ټيمونو ترمنځ په  هرات ولايت کې پيل شوې دي چې  هره اوونۍ دجمعې په ورځ ترسره  کيږي.
ديوبل خبرله مخې :   په هرات ولايت کې دتنکيو ځوانانو دفوټبال سيالۍ   سبا په
دوو لوبو سره پيليږي.
په دغو سياليو کې به چې اته ټيمونه ګډون لري لومړى  دميوند ټيم د  کوثر له ټيم سره اوپه بله لوبه کې د آزادى ټيم دکهسان له ټيم سره لوبې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته