خبرونهټولنه

کندز کې پر ۱۰۰۰ بزګرانو مرستې ووېشل شوې

د کندز ګل‌تپې ولسوالۍ پر ۱۰۰۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سرې وویشل شوې.
د کندز د کرنې ریاست وايي چې د کرنې او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO) د دغه ولایت په ګل تپې ولسوالۍ کې پر ۱۰۰۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او سرې ووېشلې.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د خوړو او کرنې نړيوال سازمان يا FAO د کندز ولايت په يو شمېر ولسواليو کې ورته مرستې وېشلې او پاتې ولسواليو ته يې هم د وېش لړۍ روانه ده.
بریالی همنوا، افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا