کابل باختردلړم دمياشتې څوارلسمه :
په قندهار ولايت کې نن سهار د ناپيژندل شويو وسله والو کسانو د بريد له امله دوه تنه ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.
دقندهار د والي ويندوى جاويد فيصل باخترآژانس ته وويل: موټرسايکل سپرو وسله والوکسانودمعاملاتو دلارښوونې په دفترکې په څلورو تنوملکي وګړو ډزې وکړې چې له امله يې دوه تنه شهيدان او دوه تنه نور يې ټپيان شول .
ده وويل: وسله والوکسانو له ډزو وروسته په تيښتې بريالي شوي دي او پوليسو دهغوى دپيژندولو او نيولو لپاره پلټنې پيل کړې دي .
2 د یوې دقیقې څخه لږ