(PS)خبرونه(PS)ټولنه(PS)روغتیا

کندز کې په نشه يي توکو د روږدو ۲۰۰ کسانو درملنه شوې ده

۱۹– کابل، د غوايي ۲۶مه، باختر

د کندز د عامې روغتيا رياست د روږدو کسانو د ۸۰ بستريز روغتون مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې په تېرو دریو میاشتو کې په نشه يي توکو د روږدو ۲۰۰ کسانو درملنه کړې ده.

د دغه روغتون رییس ډاکټر تازه خان احمدزي له باختر خبري آژانس سره په مرکه کې وویل، چې په تېرو ۳ میاشتو کې ۲۰۰ تنه په نشه يي توکو روږدي کسان له ۴۵ ورځو درملنې وروسته خپلو کورونه ته ستانه شوي او اوسمهال هم ۹۰ تنه په دغه روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

په همدې حال کې څو روږدو کسانو له باختر آژانس سره په خبرو کې په خپلې درملنې خوښي ښيي او دې برخه کې د ځایي مسوولینو هڅې ستایي.

لمر،همنوا

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا