ټولنه

په بګرام ولسوالۍ کې له يو زرو پنځه سوه بېوزلو کورنيو سره مرسته وشوه

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٣٠
د پروان ولايت د بګرام په ولسوالۍ کې له ١٥٠٠ بې وزلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه .
د ايمل رحماني مرستندوى مرکز يوه اندازه خوراکي توکي چې اوړه، غوړي او وريجې پکې دي؛ د پروان ولايت د بګرام په ولسوالۍ کې له يو زرو پنځه سوه بې وزلو کورنيو سره مرسته وکړه .
دغه توکي پرون د پروان د خلکو د استازي مير رحمان رحماني او د ولسي جرګې د اقتصاد د کميسيون د رييس له خوا په معلولو او معيوبو ميرمنو او مستحقو کسانو وويشل شول .
د دغه مرکز مرستيال سيمع الدين ملنګ وايي چې په هرې کورنۍ يوه بورۍ اوړه، لس کيلو وريجې او دوه ليتره غوړي وويشل شول.
ده زياته کړه: دا د دغه مرکز د خوراکي توکو د ويش شپږ ديرشم پړاو دى چې د تېرکال په بهيرکې ترسره شوى دى .
په همدې حال کې بې وزلي کسان د روژې په مبارکه مياشت کې دغه مرسته يو نيک او مناسب کار بولي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته