(PS)خبرونه(PS)ټولنه

کندز کې یو جامع جومات له بیارغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

 کابل، د وري ۵مه، باختر

کندز کې ملکي هوايي ډګر ته څېرمه یو جامع جومات له بیارغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د دغه جومات د پرانیستلو پرمهال د ۲۱۷ عمري قول اردو د لوژستیک قومندان حاجي امین امیر باختر آژانس ته وويل، چې د روژې د مبارکې میاشتې په لومړیو ورځو کې د ۲۱۷ عمري  قول اردو مسوولینو د کندز ولایت د ملکي  هوايي ډګر ته څېرمه هغه جامع  جومات چې په تېر امارت کې یې چارې نیمګړې پاتې شوې وې د دویم ځل لپاره يې چارې پیل او نن رسمآ ګټې اخيستنې ته وړاندې شو.

امیر زیاته کړه، چې پر دغه جومات څه باندې ۵۰۰ زره افغانۍ لګښت راغلی، چې  د ۲۱۷ عمري  قول اردو له بودجې څخه ورکړل شوی دی.

همنوا

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا