خبرونهفرهنګټولنه

کندهار ته  بهرنیو سېلانیانو مخه کړي

کابل، د تلې ۱۲مه، باختر

د کندهار د اطلاعات او کلتور ریاست مسوولین وایي چې د تېرو څو میاشتو راهیسې کندهار ته د بهرنيو سېلانیانو په شمېر کي زیاتوالی راغلی.

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال ملا شمس الله صمیم باختر آژانس ته وویل، چې د تېرو څو میاشتو راهیسې کندهار ته د بهرنيو سېلانیانو په شمېر کي زیاتوالی راغلی.

 صمیم زیاته کړه چې د کندهار تاریخي ځایونو لرغونتوب ته په کتو سېلانیان غواړي، چي بېلا بېل تاریخي ځایونو ته ولاړ شي.

د باختر آژانس سمه ییز خبریال د هغو سېلانیانو سره خبرې وکړې، چي د آلمان، بریتانیا او امریکا څخه کندهار ته راغلي ول، د کندهار تاریخي ځایونو د لیدلو پرمهال د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولینو څخه خوښي څرګنده کړه او له نورو بهرنیو سیلانیانو یې وغوښتل چې اوس افغانستان کې ډاډمن امنیت تأمین شوی او دوی کولای شي د  افغانستان تاریخي ځایونو ته سفر وکړي

د یادوني وړ ده، چې په ټول هیواد کي د ډاډمن امنیت په تأمینېدو سره د بهرنیو سېلانیانو په شمېر کې د پام وړ ډېروالی راغلی، ځکه افغانستان ډېر لرغوني او تاریخي سیمې لري، چي د نړۍ هر وګړی یې د لیدلو آرمان لري

ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا