سیاست

مشرانو جرګې دمحمد اشرف غني له دريځ سره خپل ملاتړ اعلام کړ.

٣٥-کابل – باختر- دزمري شلمه :

مشرانو جرګه دسولی پروسی دتحقق په اړه دافغانستان داسلامی جمهوریت دجمهور رییس له دریځ سره،چی پرون یی دیوه مطبوعاتی کنفرانس په ترځ کی اعلام کړ،کلک ملاتړکوی.
دامطلب نن دمشرانوجرګی رییس فضل هادی مسلم یار د ځوانانو د نړيوالي ورځې په لمانځنه غونډه کی چی د افغانستان ځوانانو د یووالی بنسټ له خوا په لاره اچول شوي وو،بیان کړاو زیاته یی کړه،چی موږڅوکاله پخوا دمشرانوجرګی په بیلا بیلو غونډوکی له دولت څخه د دا ډول موقف غوښتنه کوله او دیوه داسی دریځ په تمه وو،اوس چی دافغانستان داسلامی جمهوریت جمهوررییس همدا دریځ اعلام کړ،موږیی له همدی موقف او د اجراییه رییس له وروستنی دریځ څخه ملاتړکوو.
دمشرانوجرګی رییس دخپلو خبرو په دوام ځوانانوته د نړيوالي ورځې د مبارکۍ د ویلو په ترڅ کې څرګنده کړه دادځوانانوقربانی اوسرښندنې دي،چی هیوادمویوموټی اوموږ خپلی چاری په ډاډمنه توګه پرمخ بیایو،دوی د امنيتي ځواکونو په ليکو کې د ترهګرو پر وړاندې خپلې سينې سپر کړي او د دې خاورې له ګوټ ګوټ څخه په وياړ دفاع کوي اودهیواد ویاړلی بیرغ یې په هرځای کې رپانده ساتلی دی اوهمداراز مسلم یار زیاته کړه چی زموږ یوشمیر نورځوانان بیا دزده کړې اولوبو په ډګرکې اتلان دي،دوی هم په نړیوالوسپورتی میدانونوکې دهیواد بیرغ اوچت ساتلی اوزياتې لاسته راوړنې لري.
دمشرانوجرګې رییس ځوانان د يوې ټولنې د ملاتيروباله،خودافغانستان دولت ددوی په وړاندې خپلې ژمنې نه دي عملی کړي اوتر اوسه هم ځوان قشرد بيکارۍ د زياتوالي له امله هېواد پريږدي چې له بده مرغه يو شمېر يې خپل مقصدته له رسېدو څخه وړاندې له منځه تللی دي اوټینګار یې وکړ چی دملی یووالی حکومت باید دبیکارۍ دله منځه وړلو،اداری فساداومخدره توکو سره مبارزې په لاره کې خپلې ژمنې عملي کړي.
ورپسې د افغانستان د ځوانانو دبنسټ رئيس او يو شمېر نورو ګډونوالو د ځوانانو په لاره کې موجودې ستونزې او نيمګړتياوې په ډاګه کړې او په دغو برخو کې د حکومت د پاملرنې غوښتوونکې شول.
په پاى کې يو شمېر ستاينليکونه چې د افغانستان د ځوانانو بنسټ له خوا تيارې شوې وې د مشرانو جرګې د رئيس او د نورو ګډونوالو له خوا په ممتازو ځوانانو او مډال راوړونکو لوبغاړو وويشل شول.
دیوبل خبرله مخی د مشرانو جرګې رئيس نن دمدنی ټولنی له یوشمیرغړو سره په کتنه کی، د بریښنایی تذکرو دویش دڅرنګوالی په اړوند،دهغوی وړاندیزونه واوریدل .
په دې کتنه کی چی دولسی جرګی پخوانی غړی ملالی شینواری هم ګډون درلود،دنورو په استازیتوب ډاکټرخوشحال روهی دخبرو په ترځ کی وویل چی په هیواد کی دالکترونیکی تذکری ویش ته جدی اړتیاده، خو دا پروسه بایدشفافه او زموږ دټولنی دعینی واقعیتونوپه رڼا کی عملی شی،ده د بریښنایی تذکرود ویش اداری ته هم ګوته ونیوله،زیاته یی کړه چی ددی اداری دپرسونل په استخدام کی قومی توازن نه دی په پام کی نیول شوی اوزیات شمیر کارکوونکی یی په یوه توکم پوری اړه لری.
ډاکټر روهی دخپلو خبرو په دوام وویل چی که دافغان اوقوم کلمی دیوتن دهویت دتشخیص په دیتابیس کی ذکر کیږی،نودا بیا ولی دهغه په تذکره کی هم ونه لیکل شی؟ اوټینګاریی وکړچی په تذکره اودهغی په دیتابس کی بایددا دواړی کلمی ولیکل شی،ترڅوهیوادوال په دې هکله خپل ډاډ ترلاسه کړی.
ده په خپلو خبروکی زیاته کړه چی دتذکرو دویش اداره باید غیرسیاسی وی او دنورو هیوادونوپه څیر، داپروسه بایددیوی خپلواکی اداری له لوری چی کارکوونکی یی دهیواد دټولوقومونو په انډول استخدام شوی وی،عملی شی .
دمشرانوجرګی رییس ددوی وړاندیزونه موجه وبلل،ژمنه یی وکړه چی له جمهوررییس اود ملی یووالی دحکومت له نورو مشرانوسره به په دی هکله خبری وکړی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته