
کابل، د سلواغې ۱۱مه، باختر
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولايت کې ۶۰۰ د غواګانو فارمونه موجود دي.
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د کرنیزو محصولاتو آمر مولوي شمس الرحمن موسی د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وویل، چې په دغه ولایت کې ۶۰۰ فارمونه موجود دي چې په کې ۱۱۸ زره او ۶۱۲ غواګانې ساتل کېږي، چې په ورځني ډول ترې شاوخوا ۱۵ زره لېټره شیدې تولیدېږي.
مولوي موسی زیاته کړه، چې دغه فارمونه د ښار په ګډون په ډنډ، ژړۍ، پنجوایي، دامان، ارغنداب او ځینو نورو ولسوالیو کې موجود دي.
د نوموړي په وینا، په دغو فارمونو کې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
ص