امنیت

په مزارشريف کې دماين دچاودنې له امله څلور تنه ټپيان شول .

کابل باختر د غبرګولي نولسمه :
په مزارشريف ښار کې دماين دچاودنې له امله يوسرتيرى او درې تنه ملکيان ټپيان شول .
دبلخ لاويت دامنيې قوماندانۍ وياند شيرجان دراني دباختر اژانس خبريال ته وويل : هغه ماين چې په يوه بايسکل کې ځاى پرځاى شوى و او په ريموټ کنترول اداره کيده تيره شپه دمزارشريف ښار دملا سلطان مارکيټ ته مخامخ  وچول شو چې له امله يې  دپوليسو يوسرتيرى او درې تنه ملکيان ټپيان شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل دپيښې په اړوند دپوليسو پلټنې او څيړنې پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته