خبرونهټولنهTOP

کندهار: په ارغنداب ولسوالۍ کې ۵۰۰ کورنۍ له پاکو اوبو برخمنې شوې

کابل، د مرغومې ٢٧مه، باختر

د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ اړوند د قاسم پُل په سیمه کې د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې د یونیسف په مالي ملاتړ د څښاک پاکو اوبو یوه شبکه، چې ۵۰۰ کورنیو ته به پاکې اوبه ورسوي، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د دغه شبکې د پرانیستلو مراسمو کې د کندهار د کلیو، بیا رغونې او پراختیا رئیس ملا عبدالجبار حکمت وویل، چې د دغه شبکې په رغولو سره به د یادې سیمې اوسېدونکي پاکو اوبو ته لاسرسی ولري.

نوموړي زياته کړه، چې هڅه کوي د دغه ولایت لرې او وچکالۍ ځپلو سیمو کې هم د همکارو موسسو په مرسته دې ته ورته د اوبو رسولو شبکې جوړې کړي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا