نړۍ

تاجکستان اتلس کيلوګرامه نشه يي توکي کشف اوضبط کړل.

–  دوشنبه –   د روسيې غږ – باختر دکب دمياشتې ٣
د نشه يي توکو په قاچاقو شپږ تنه مشکوک کسان  پرون دتاجکستان دپوليسو
له خوا ونيول شول .
دغه ټکى دتاجکستان دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر څرګند کړى دى . دپوليسو افسرانو په ټولنيزه توګه څه دپاسه  اتلس اعشاريه څلور کيلوګرامه نشه يي توکې چې چرس ، اپين او ماري جوانا  دي  کشف اوضبط کړل .
دنشه يي توکود قاچاقو په تور د مشکوکو کسانو پرخلاف دوسيې تنظيم شوى دي.
دتاجکستان دکورنيو چارو وزارت دڅرګندونو له مخې د ٢٠١٤ کال په پيل کې په تاجکستان کې دنشه يي توکو په قاچاقو پورې اړوند ١٢١جرمونه ثبت شوى دي او
دغه شمير دتيرکال د جنوري  په  مياشت کې د  جرمونو له    شمير څخه  په سلو  کې څوارلس اعشاريه  دوه زيات  دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته