خبرونهورزش

کندهار کې د غېږ نیونې دوه ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې

کابل، د سلواغې ١٥مه، باختر

کندهار د بدني روزنې او ورزش ریاست مسوولين وایي، چې په دغه ولایت کې د څه باندې ٣٠٠ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې دوه ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې.

د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش رئیس حافظ محمود آغا بشر باختر آژانس ته وويل، چې په دې سیالیو کې د هلمند، زابل، روزګان، چمن او کوټې څخه له ٣٠٠ ډېرو پهلوانانو ګډون کړی، چې په احمدشاهي او اتفاق وېشل شوي وو.

هغه زياته کړه، چې د دغو سیالیو په پایله کې اتفاق ټیم بریالی او د ګټونکو لوبغاړو ترڅنګ غوره لوبغاړو ته بېلابېلې ډالۍ ورکړل شوې.

د حافظ بشر په خبره، د دې لوبې د بیا ژوندي کېدو هڅې یې چټکې کړي، چې په لړ کې یې دا څوم ځل دی، چې کندهار کې د غېږ نیونې سیالۍ جوړوي.

لمر/ آرین

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا