(PS)خبرونه(PS)اقتصاد(PS)ټولنه

کندهار کې د ۶۹ زره ډالرو په لګښت د شکرینه کانال د رغولو چارې بشپړې شوې

کابل، د وږي ۲۶ مه، باختر

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې د ۶۹ زره امریکايي ډالرو په لګښت د شکرینه کانال د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ویاند ننګیالي سمون د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې یاد کانال د ۱۲۰۰ مترو په اږدوالی د  ROP-AMP پروګرام د اوبولګولو ټیم له لوري په پاخه او اساسي توګه رغول شوی چې شاوخوا ۱۷۵ هکتاره ځمکه خړوبوي.

د یادونې وړ ده، چې یاد کانال به د اوبو په سپما کې مهم رول ولري او بزګرانوته به د اوبولګولو په برخه کې زیاتې آسانتیاوې رامنځته کړي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا