سیاست

د ملي امنیت سلاکار د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونوسره د اسټرالیا ملاتړ ومهم وباله

کابل باختر د لړم څلورمه : د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب، پرون له غرمې وروسته په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د اسټرالیا له سفیرې مېرمن نیکولا ګوردن سمېټ سره وکتل. دملي امنيت دشورا ددفتر باختر اژانس ته خبرورکړ . په دې کتنه کې دواړولورو، د سولې له بهیر سره د مرستې، دامنیت دټینګښت او د افغانستان ـ اسټرالیا ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو زیاتېدو سربېره، پر یو شمېر نورو مهمو مسایلو هم خبرې او نظریات شریک کړل. مېرمن نیکولا ګوردن سمېټ په روان کال کې له افغانستان سره د خپل هېواد له خوا د امنیتي مرستو د دوام ډاډ ورکړ. هغې وویل، هېواد به یې د متحد او همکار په توګه د امنیت او ثبات تامین برخو کې له حکومت او د افغانستان له خلکو سره پاتې شي. د ملي امنیت سلاکار له افغانسستان سره د اسټرالیا مرستې وستایلې او د مرستو پر دوام يې ټینګار وکړ. هغه له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او د جینوا په جوړېدونکي کنفرانس له افغانستان څخه د اسټرالیا ونډه مهمه وبلله. ختم_عطاالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته