
کابل، د سلواغې ٢٠مه، باختر
د کندهار امنيتي مسوولين وایي، چې د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې ٢٦ کيلوګرامه نشه يي توکي نیولي دي.
د دغه ولايت د امنيې قومندانۍ ویاند حافظ صابر باختر آژانس ته وویل، چې په ارغنداب ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو ۱۲ کیلو ګرامه ښيښه، ۱۴ کیلو ګرامه چرس او ۵۰ پارسله اومان نیولي دي.
نوموړي دغه راز زیاته کړه، چې امنیتي ځواکونو د یو لړ عملياتو په ترڅ کې د ژړۍ ولسوالۍ په سنځيري سیمه کې د نشه يي توکو د تولید یوه کارخونه هم له منځه وړې ده.
لمرج