امنیت

دداعشيانو دډلې ديوه سرګروپ په ګډون اووه تنه په ننګرهار کې ووژل شول

-کابل باختر د غبرګولي پنځمه :
دداعشيانو دډلې ديوه سرګروپ  په ګډون اووه تنه داعشي تيره شپه په ننګرهار کې ووژل شول .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي دباختراژنس خبريال ته وويل: دامنيتي ځواکونو دهغو ګډو عملياتو  په بهير کې چې دننګرهار  ولايت دچپرهار ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول دقاري  سعيد په نوم ددوى ديوه سرګروپ  په ګډون اووه تنه داعشيان ووژل شول .
ده زياته کړه دغه راز په دغو عملياتو کې دداعش دډلې  پنځه تنه غړي ټپيان شول .  ده زياته کړه چې په دغوعمليات کې پوځيانو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته