(PS)خبرونه(PS)تبصره او مطبوعاتو ته کتنه

 کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو خپرونو ته کتنه

کابل، د وري۲۹ مه، باختر

يو شمېر کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو په خپلو نننيو خپرونو کې د سيمې او نړۍ د حالاتو ترڅنګ د افغانستان حالات هم څېړلي دي.

د باختر آژانس خبريال د دغو سايټونو خپرونو ته په کتنې سره دغه راپور چمتو کړى دى.

د افغان غږ (اوا) خبري سايټ ( د ډالرو پر وړاندې  د افغانۍ ارزښت لوړ شوی دی ) ترعنوان لاندې ليکلي دي.

د کابل د شهزاده سرای د صرافانو اتحادیه وایي، د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی دی او اوسمهال د کابل په بازارونو کې یو ډالر له ۸۵ افغانیو څخه په ټیټه بیه پلورل کېږي.

د اقتصاد وزارت د افغانیو د ارزښت د لوړیدو لامل د صادراتو زیاتوالی او بهر ته د ډالرو د قاچاق مخنیوی بولي.

د اطلاعات روز خبري سايټ ( د اسلامي امارت د مالیې وزارت له  ۲۰۰۵ موډل څخه پورته د موټرونو واردول مجاز اعلام کړل) ترعنوان لاندې ليکلي دي.

د اسلامي امارت د مالیې وزارت وایی د اقتصادي کمیسیون او د کابینې د پریکړې له مخې له دې  وروسته  یوازې له  ۲۰۰۵ کال پورته موډل موټرونه د واردولو جواز لری.

د افغانستان د شفقنا خبري سايټ، (خوازمي: د اختر په شپو او ورځو کې له هوايي ډزو څخه ډډه وکړئ) ترعنوان لاندې ليکلي دي.

د اسلامي امارت د ملی دفاع وزارت خپلو ټولو ځواکونو ته لارښوونه کړې ده چې د کوچني اختر په شپو او ورځو کې له هوایي ډزو څخه ډډه وکړئ.

\  ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا