کابل باختر د تلي پنځمه :
په فارياب ولايت کې ديوه ټانک دچپه کيدوله امله څلور تنه سرتيري ټپيان شول.
دفارياب ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند عبدالکريم يورش دباخترآژانس خبريال ته وويل چې د عامه نظم او امن دپوليسو دځواکونو يوټانک دفارياب ولايت دشيرين تګاب ولسوالۍ په فيض اباد سيمه کې له واټ څخه ووت اوچپه شو.
ده زياته کړه: دغه ټانک دميمنې _ اندخوى په لاره کې د دندې په اجرا کولو موظف و چې دچپه کيدو له امله يې دپوليسو څلور تنه سرتيري ټپيان شول.
دغه راز يوبل پوليس په شيرين تګاب ولسوالۍ له طالبانو سره په وسله واله نښته کې ټپي شو .
0 د یوې دقیقې څخه لږ