(PS)خبرونه(PS)تبصره او مطبوعاتو ته کتنه

کورنیو او بهرنیو خبری سایټونو خپرونو ته کتنه

کابل، د وږي۱۱مه، باختر

یو شمېر کورنیو او بهرنیو خبری سایټونو په خپلو نننیو خپرونو کې د سیمې او نړۍ د حالاتو ترڅنګ د افغانستان حالات هم څېړلي دي.

د باختر آژانس خبریال د دغو سایټونو پر خپرونو کتنه تر سره کړې او دغه راپور یې چمتو کړی دی.

د اسپوتنیک خبري سایټ (حسن کاظمي قمي واشنګټن په افغانستان کې د داعش د فعالیت په زیاتولو تورن کړ)  تر عنوان لاندې لیکلي دي.

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازی حسن کاظمی قمی ویلي: امریکا په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو د زیاتېدو مسوول دی او د هغوی موخه د ایران، روسیې او چین لپاره د ستونزو رامنځته کول دي.

د طلوع نیوز خبري سایټ ( انس حقاني په خوست کې: د اسلامي امارت غېږه له نړۍ سره د تعامل لپاره خلاصه ده ) تر عنوان لاندې لیکلي دي.

انس حقاني چې د اسلامي امارت له جګپوړو غړو څخه دی په خوست کې له جګړو څخه د پاتې شویو پوځي تجهیزاتو په نندارتون کې وویل، چې د اسلامي امارت غیږه له نړۍ سره د تعامل لپاره خلاصه ده.

د اطلاعات روز خبري سایټ (د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت؛ د هېواد د امنیت د لاټينګښت لپاره امنیتي کمرې لګول اړين دي ) تر عنوان لاندې لیکلي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان اندېښنو ته د اسلامي امارت ځواب: د امنیت لپاره د امنیتي کمرو نصبول اړین دي.

د افغانستان د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت په کابل ښار کې د امنیتي کمرو د نصبولو په اړه د بښنې نړیوال سازمان د اندېښنو په غبرګون کې ویلي، چې امنیتي کمرې نه یوازې په افغانستان کې بلکې د نړۍ په ټولو ښارونو او پلازمېنو کې یوه عامه خبره ده.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا