امنیت

قوماندان يوسف له اتو تنو ملګرو سره يې ووژل شو.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٧
دکونړ ولايت په شيګل ولسوالۍ دهوايي ځواکونو په بريد کې د طالبانو يو سيمه ييز قوماندان له اتو تنو همکارانو سره يې ووژل شو.
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :پرون وسله والو طالبانو دکونړ ولايت دشيګل ولسوالۍ دشلطن درې په سره ساه کلي کې چې ترورستو طالبانو دقوماندان يوسف تر کنترول لاندې و. راټول شوي وو او په امنيتي پوستو يې دورانکارو بريدونه نيت درلود چې هدف ته له رسيدو مخکې هوايي بريدونه پرې وشول چې له امله يې ديوسف په نامه د دوى ديو سيمه ييز قوماندان په ګډون اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او پنځلس تنه نور ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته