کابل باختر د چنګاښ ١٢ :
دکندز پوليسو پرون يو ملي سوداګر د انسان تښتوونکو له منګولو وژغوره.
دکندز دپوليسو ويندوى سيد سرورحسيني باخترآژانس ته وويل: دکندز ښار د لومړۍ ناحيې اوسيدونکى حاجي ګدامحمددرې ورځې مخکې د کندزښار د خان آباد ولسوالۍ په تګلوري کې د پيسو د ترلاسه کولو په خاطر د انسان تښتوونکو له خوا وتښتول شو او د ده د خوشې کولو په بدل کې له کورنۍ څخه يې د پيسو غوښتنه کړې وه .
حسيني زياته کړه چې د پوليسو منسوبينو وکولاى شول چې د انسان تښتوونکو په تعقيبولوسره دځانګړو عملياتو په بهيرکې حاجي ګدا محمد د دوى له منګولو وژغوري او کورنۍ ته يې وسپاري. خو انسان تښتوونکو وکولاى شول دحاجي ګدامحمد د ساتلو له سيمې څخه وتښتي او پوليسو د دوى د نيولو لپاره هلې ځلې پيل کړې دي.
0 1 دقیقه لوستل