
– کابل، چنګاښ۱۶مه، باختر
د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د لوی اختر په ورځو کې د ډاډمن امنیت لپاره يې بشپړ چمتوالی نیولی دی او هېواد وال دې په ډاډه زړه له اختر څخه خوند واخلي.
د باختر آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت چارواکو ډاډ ورکړی چې امنیتي ځواکونه چمتو دي ترڅو د پلازمینې کابل په ګډون په ټول هېواد کې د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت امنیت ټینګ کړي.
سرچینې همدارنګه زیاته کړې، چاته به اجازه ورنکړي چې د لوی اختر په بهیر کې امنیتي وضیعت ګډوډ کړي.
د کورنیو چارو وزارت له هېوادوالو غوښتنه کړې، چې د شکمنو کړنو د لیدو پرمهال دې ژر تر ژره امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړي، تر څو کومه امنیتي پېښه رامنځته نه شي.
افغانمل