خبرونهامنیت

لس وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

٢٤- کابل / د لیندۍ/ ۱۶ باختر
لس وسله وال طالبان تېره شپه د روزګان د دهراود په ولسوالۍ کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په برید کې ووژل شول.
د ملي دفاع وزارات د ویاند مرستیال فواد امان د باختر اژانس خبریال ته وویل: وسله والو طالبانو د روزګان په دهراود ولسوالۍ کې په امنیتي او دفاعي ځواکونو برید وکړ چې د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شول او له امله یې ١٠ وسله وال طالبان ووژل شول او ٥ تنه نور يې ټپیان شول.
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته