امنیت

د داعش د ډلې څلور تنه غړي کابل ته څېرمه ونيول شول

 کابل باختردليندۍ دمياشتې ٥ :
د داعش دډلې  څلور تنه غړي دکابل ولايت  په پغمان ولسوالۍ کې ونيول شول.
د ملي امنيت دا دارې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته  خبر ورکړ: 
دملي امنيت دلوى رياست موظفينو په اميد مشهور د نثاراحمد، په يمامشهور دنبي الله، په اسماعيل مشهور د عبيدالله او د د سيدسهيل په نومونو دداعش د تروريستي ډلې څلور تنه غړي  چې دداعش دشل کسيزې ډلې  دقوماندان رفيع الله له خوا چې دننګرهار ولايت داچين ولسوالۍ په مربوطاتوکې په دولتي ضدفعاليتونو بوخت وو، جذب  او دتروريستي فعاليتونو دترسره کولو په مقصد  د کابل ولايت  دپغمان ولسوالۍ ته  ليږدول شوي و، دعملياتوپه بهيرکي ونيول .
نيول شويو کسانو دداعش د ډلې په لارښوونه دپغمان ولسوالۍ د زرښخ  په کلي کې  تر يوه پلګې لاندې يو بوشکي ماين ځاى پرځاى کړى و چې دقوماندان شيرآغا دسپرلۍ په موټر يې وچووي چې هدف ته له رسيدو مخکې له ماين سره ونيول شول.
نيول شويو کسانو  دتحقيقاتو په بهير کې دداعش په تروريستي ډله کې په خپل غړيتوب  اعتراف کړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته