خبرونهامنیت

کورنیو چارو وزارت: هغه پولیس چې له هېواده بهر یې زده کړې کړې په دندو ګومارل کېږي

 کابل، د زمري ۲۳مه، باختر

د کورنیو چارو وزارت د پولیسو ټولو هغو فارغینو ته چې له هېواد څخه بهر يې زده کړي کړې دي، خبر ورکړی چې د روانې زمري میاشتې تر ۳۱ مې ڼېټې پورې د بستونو د تعین په موخه د یاد وزارت د پېژنتون عمومي ریاست ته حاضر شي.

د کورنیو چارو وزارت همدارنګه له هېواده بهر له هغو زده کړیالانو چې په خپل سر يې زده کړې نيمګړې پرې ايښې دي، غوښتنه کړې، چې بیرته خپلو درسونو ته حاضر او تر فراغت وروسته د خدمت کولو په موخه هېواد ته راستانه شي.

یاد وزارت بهر ته د استول شویو هغه زده کړیالانو ضمانت کوونکو ته چې په خپل سر يې زده کړې پرې ايښې دي هم خبر ورکړی چې، د راتلونکې میاشتې(وږي) تر دویمې نېټې پورې د کورنیو چارو وزارت د تفتیش عمومي ریاست ته حاضر او د ضمانت کړل شویو زده کړیالانو د زده کړو د پرېښودو په تړاو وضاحت ورکړي.

یاد وزارت خبرداری ورکړی چې د پورته یادو شویو ټکو د نه مراعت کولو په صورت کې به ضمانت کوونکي د ښوونیزو او تحصیلي طرزالعملونو او د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ مطابق د کشفي ارګانونو له لورې جلب او د څېړنو په موخه به د یاد وزارت د تفتیش عمومي ریاست ته ور معرفي شي، چې بیا د شکایت حق نلري.

ع.ا

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا